ایکنا د؛شاهد الان؛الکټرانیکي خپرونې د ویب سایټ له قوله راپور راکړمیرمن سهله القماطي د تیونس د کتاب د نړیوال نندارتون په څنډې کې په یولړڅرګندونو کې،خپل ځان دتیونس د لومړنۍ میرمنې خوشنویسې په توګه معرفی کړ چې ددغه هیواد د خوشخطۍ د هنرونو په ملی مرکز کې په مختلفو خطونو کې زده کړې کړي دي.
هغې چې د قرآن کریم په ایتونو باندې ئې ډير په زړه پورې تابلوګانې لیکلي دي ،ټينګار وکړ،د نسخ خط، زما لپاره ترټولو محبوب خط دی. دغه خط د ظرافت،واضح او آسان او ډولوالي په خاطر ستایم په تیره بیا دا چې دغه خط د قرآن کریم ځانګړی خط دی.
مرمن القماطي همدرااز دخط او خوشخطۍ له هنر سره د تیونس دولسمشر دګروهنې خبره هم وکړه چې داسلامی عربی خوشخطۍ د هنر دنړیوال مرکز د رامینځةکولو لپاره ئې د تیونس په مهم پلان کې رابرسیره شوی دی.
میرمن سهله القماطي په ۱۹۹۸کال کې دتیونس دخوشخطۍ دهنرونو ملی مرکز ته وارده شوه او د استاد عمر الجمني ،منجی عمار ،طارق عبید اومختار علی په څير د عربی مراکش اوتیونس د ترټولو خوشنویسانو په نزد ئې زده کړې کړي او د نسخ،ثلث،کوفی اودیواني خط پشمول د اسلامی خطونو په ډولولوالي کې ئې مدرک ترلاسه کړی دی.